خبرونهټولنه

پکتیکا کې د اوبو رسولو دوه شبکې رغول کېږي

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر

د ښرنې ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دغه ښار کې د ۳ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو دوه  شبکې رغول کېږي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار وویل، چې د ښار ونو ته د اوبو رسولو او د ښار د پاک ساتلو د اړتیا په اساس یې دوه د اوبو شبکي پرانېستلې، چې یوه د ولایت مقام مخې ته او بله د ګردېز په سړک رغول کېږي.

د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال وویل: د ښار اړتیا سره سم مو په ښار کې دوه د اوبو رسونې شبکې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانېستلې، چې د ښار مارکیټونه، ګلدانونه، ونې، پارکونه او دوکاندارانو  لپاره به اوبو ورکول کېږي.

مولوي هلال زیاته کړه، چې د پلان سره سم به د ښار په مختلفو برخو کې د سړکونو د ترمیم چارې په راتلوونکو څو ورځو کې پیل شي، چې په  پاخه او اساسي ډول به ورغول شي.

محمد اکرام شهاب

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا