
کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د پکتیکا د مرکز ښرنې مرکزي زندان پر ۶۴ ساتونکو باندې نوی یونیفورم ووېشل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب الله حماس د یونیفورم وېش پر مهال وویل، چې د نظام ساتل په موږ او تاسو فرض دي موږ او تاسو باید د نظام ساتنه په پوره اخلاص سره وکړو.
نوموړي د دغه زندان له ساتونکو وغوښتل، چې یونیفورم څخه سمه استفاده وکړي.
مولوي حماس دغه راز د زندانیانو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
لمر