
کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د پکتیکا د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د غلو یوه ۳ کسیزه ډله نیولې ده.
د پکتیکا د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر مولوي اسدالله افتخار باختر آژانس ته وویل، چې د دغه مدیریت منسوبینو د غلو یوه ۳ کسیزه ډله د کشفي معلوماتو پر اساس نیولې ده.
افتخار زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې موټرسایکلونه غلا کول او وروسته یې په ښار کې پلورل.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم زرغون شهر ولسوالۍ کې هغه غله نیول شوي و، چې له کورونو څخه یې موټرسایکلونه غلا کول.
لمر