بغداد- اسوشيتدپرس – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
په عراق کې د دريو ځانمرګو بريدونو دتلفاتو شمير چې هدف يې دکربلا د اربعين دمراسمو شيعه زيارت کوونکې و، نهه ديرشو تنو ته رسيدلى دى .
داسوشيتدپرس دخبرى آژانس دخبرله مخې : دغه بريدونه پرون په بغداد او ددغه ښار په جنوب کې وشول چې په لسګونه تنه نور ټپيان شول .
له دغو بريدونو مخکې وسله والو کسانو چې پوځي جامې يې په تن کې وې په يوې پنځه کسيزې کورنۍ ډزې وکړې.
ختم-ج-حامد
دايران او دترکيې دبهرنيو چارو د وزيرانو کتنه.
١٤ – انقره – دترکيې خبري منابع – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
دايران او د ترکيې دبهرنيو چارو وزيرانو په اسلام آباد کې د ودې په حال کې داتو هيوادونو د وزيرانو دشورا دغونډو په بهير کې وکتل.
دترکيې دخبرځايونو دخبرله مخې : دوى د دوه اړخيزو اړيکو او د سوريې دبحران دپاى ته رسولو په ګډون دسيمه ييزو مسلو په باب خبرې وکړې .
ترکيه او ايران دسوريې له بحران سره دچلند دڅرنګوالي په باب دنظراختلاف لري .
په داسې حال کې چې ايران دبشارالاسد دحکومت ملاتړ کوي ترکيه دسوريې حکومت له اپوزيسون څخه ملاتړته دوام ورکوي او په سلګونه زره سوريايي مهاجرينوته يې پناه ورکړې ده .
دترکيې د زمان ورځپانې خبر ورکړ چې داود اوغلو او دمحمد جواد ظريف کتنه
په داسې شرايطو کې کيږي چې د استانبول څارنوالان دمالى فساد او دسرو زرو قاچاقو په باب څيړنه کوي.
0 1 دقیقه لوستل