
کابل، د وږي ۸ مه، باختر
د پکتیکا مرکز ښرنې څخه تر سردې بند پورې د ۲۳ کیلو متره غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې د اته میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، دغه سړک په اساسي ډول د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت رغول کېږي، چې ډېر ژر به یې د بیا رغونې چارې بشپړې شي.
د مسوولینو په خبره نږدې راتلونکي کې په دغه ولایت کې د رغونې او بیا رغونې ځینې نورې پروژې چې د سېلابونو له امله ویجاړې شوې لارې هم په کې شاملې دي، هم په پلان کې لري، چې کار به یې ډېر ژر پیل کړي.
د یادې لارې د رغونې قراردادي شرکت هم په خپلو کارونو کې د ښه کیفیت ډاډ ورکوي او وایي چې په اساسي ډول به یې ورغوي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه هغه سړکونه چې کارونه یې مخکې تردې په سم ډول نه دي ترسره شوي، د ټولګټو چارو وزارت لخوا یې د بیا رغېدو چارې روانې دي.