
کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د پکتیکا په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د نیزه وهنې سیالۍ د یحیی خېلو لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د خیرکوټ، یوسف خېلو او یحیی خېلو ولسوالیو د ۶ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې پیل شویو سیالیو کې یحیی خېلو لوبډلې بریال خپله کړه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیالیو موخه د ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول وو.
لمر