
کابل، د وږي ۱۴ مه، باختر
د پکتیکا د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د خوست لوبډلې په بریا پای ته ورسيدې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو په ګډون د خوست، کابل، میدان وردګو او د غزني ولایتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې د خوست د منډوزیو لوبډلې په بریا پای ته ورسيدې.
هغه زیاته کړه، چې په پایلوبه کې د خوست منډوزیو لوبډلې د ۳-۲ میدانونو په توپير د پکتیکا د یارانو ټیم ته ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.
د یادونې وړده، چې د لوبو ګټوونکو ته د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو له لوري یو موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.