
کابل، د غوایي ١٠مه، باختر
د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شیخېل آباد ولسوالۍ کې له یوې هدیرې ۳۰۰ کاله پخوانۍ ۶۹ سیکې ترلاسه شوې دي.
د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس محمد امین حذیفه باختر آژانس ته وویل، چې د شیخېل آباد ولسوالۍ اړوند د برلک کلی هدیرې ته څېرمه ماشومانو د لوبو پرمهال یو منګی موندلی، چې په کې ۶۹ سیکې موجودې دي او بېلابیلې لیکنې پرې شوې دي.
د حذیفه په خبره، د سیکو نېټې ته په کتو شاوخوا ۳۰۰ کاله مخینه لري او له دقيقوڅېړنو وروسته به تاریخي آثارو کې ثبت شي.
لمر،شهاب