امنیت

د ګرزيوان ولسوالۍ بيا د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله

کابل باختردتلي اتلسمه :
دفارياب ولايت د ګرزيوان  ولسوالۍ بيا د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده .
دغه ولسوالۍ چې دوه ورځې مخکې دطالبانو لاس ته ورغلې وه؛ نن سهار له يوې سپکې نښتې وروسته بيا د امنيتي ځواکونولاس ته ورغله .
د فارياب ولايت سرپرست عبدالستار بارز د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو په يوه ډله ييز بريدکې د ګرزيوان ولسوالۍ او د دغې ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ ودانۍ او نور دولتي تاسيسات نيولي و؛ خو دولتي ځواکونو له دوو ورځو وروسته د ګرزيوان کنترول بيا ترلاسه کړ او همدا اوس د طالبانو د پلټنې په عملياتو بوخت دي .
  دفارياب ولايت سرپرست زياته کړه چې طالبانو دومره مقاومت ونه کړ او د سرپل  ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په ګډون نورو سيمو ته وتښتيدل .
د فارياب ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د ګرزيوان  ولسوالۍ له نيول کيدو مخکې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول .
دغه راز ٦تنه امنيتي ځواکونه هم شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته