(PS)خبرونه(PS)ټولنه

پکتیکا کې پر ۱۰ کیلو متره سړک د کریړ اچولو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۶مه، باختر

د پکتیکا د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱ میلیون ۴۳ زره افغانیو په لګښت پر یوه سړک د کریر اچولو چارو د پیل  خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ریاست له لوري د یوسف خېلو ولسوالۍ په جرکنه کلي کې د ۱۰ کیلو متره په اوږدوالي پر یوه سړک د کریر اچولو او د ۸۵ متره په اوږدوالي د استنادې دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک په رغولو سره به د سیمې خلکو د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې برابرې شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا