(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

پکتیکا کې څلورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د غوایي ١٦مه، باختر
د پکتیکا د پوهنې رياست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د سویډن موسسې له لوري د شاوخوا ٦ مېلیونه افغانیو په ارزښت څلورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغو ښوونځيو له ډلې یې یوه په مرکز ښرنه، دوه په یوسف خېلو او یوه په ګومل ولسوالۍ کې جوړېږي، چې هره ودانۍ به څلور درسي خونې، د اوبو منظم سیستم او د والدینو شورا ٣٠ سلنې په لرلو سره د شاوخوا ٦ میلیونو افغانیو په لګښت په پاخه او عصري بڼه جوړېږي.
د يادونې وړ ده، چې له بشپړېدو وروسته به، هر ښوونځي ته ١٣٥ نفره د زده کړو په موخه جذب شي.
لمر، شهاب

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا