ټولنه

په پنجشير کې داړو کورنيو داقتصادي بنسټ دپياوړتيا پروګرام پيل شو

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
په پنجشير کې داړو کورنيوداقتصادي بنسټ دپياوړتيا لپاره  پروګرام پيل شو .
په دغه پروګرام کې ټاکل شوې ده پر زرګونوکورنيو هګۍ اچوونکې چرګان وويشل شي  چې دوى  ددغو هګيو په پلورنې سره خپل ژوند سمبال کړي .
په لومړي ګام کې پرون په پنجشير کې پر لسګونو کورنيو هګۍ اچوونکې چرګان وويشل شول .
   دغه پروګرام دهالند هېواد په مرسته دکرنې او اوبو لګولو دوزارت له خوا پيل شوى دى .
دکرنې اواوبو لګولو وزارت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې دوره کې  پر٩١ اړو کورنيو هګۍ اچوونکې چرګان او دچرګانو خوراکي توکي وويشل شول .
ويل کېږي دغه پروګرام ټاکل شوې ده په پنجشير کې رزګونه اړې کورنۍ ترپوښښ لاندې ونيسي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته