
کابل، د وږي ۸مه، باختر
د پکتیکا مرکز سربېره په یوسف خېل، مټاخان او خیرکوټ ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لوري ګڼې پروژې پیل شوې، چې شاوخوا ۸ زرو کسانو ته په کې د کاري زمینه برابره شوه.
د ناروې کمېټې مسوول انجینر ظریف هلال وویل، په یادو څلورو ولسوالیو کې د اوبو کوچني چک ډیمونو ترڅنګ استنادي دېوالونه جوړوي ترڅو د سېلابونو اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبه زېرمه او په کرنیزه برخه کې د استفادې کچه راکمه کړي.
هلال زیاته کړه، چې کاریګرو ته به په شاوخوا ۲۵ ورځو کې د کار په بدل کې د ۱۰۰ ډالرو معادل افغانۍ ورکړل شي.
ورته مهال ځایي مسوولین او خلک د ناروې کمېټې دا کار ستایي او وایې چې ورته پروژې دې د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي؛ ترڅو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ګومل سیندیزې حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر د سیمو له اوسېدونکو او کاریګرو غوښتنه وکړه، چې په کاري ساحه کې د یادې مؤسسې له کارمندانو سره همکاري او په اخلاص کار وکړي.