امنیت

دشانګهاي سازمان : تروريستان افغانستان ته دليږدونې په حال کې دي

-باکو  باختر د لړم  يوولسمه :
  دشانګهاي دهمکاريو دسازمان دتروريزم ضد داجراييوي کميټې رييس يوګني سيسويوف ويلي دي چې نړيوالې  تروريستي  ډلې افغانستان ته ځي او ددغه سازمان دغړو هېوادونو پولو ته نږدې کيږي .
دايران دولتي خبري اژانس دازبکستان پودريني دخبري سايت له خولې وليکل چې يوګني سيسويوف  پرون  د چارشنبې په ورځ دازبکستان په پايتخت تاشکند ښار کې  ( له تروريزم سره دمبارزې _  بې سرحده همکارى )  په کنفرانس کې  په منځني  ختيځ کې شته شخړې دکړکيچ ستر مرکز او دنړيوالې ټولنې لپاره ګواښ  وباله او خبر دارى يې ورکړ چې  يوشمير تروريستي عناصر لومړيو هېوادونو ته ستنيږي او په دې ترتيب  په دغو هېوادونوکې دخطر منفصل مرکزونه جوړوي .
دشانګهاي دهمکاريو دسازمان دتروريزم ضد اجراييوي کميټې رييس وويل دغه شرايط  ددې غوښتنه کوي چې غړي هېوادونه له تروريستي ګواښونو سره د مقابلې لپاره ګډ اقدامات اوفعاليتونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته