امنیت

درې ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
افغان او نړيوال امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير  کې يو ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ  :  افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو په ننګرهار ،  فارياب ،قندهار ،ارزګان او دغزني ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه يې ټپيان او اووه  تنه نوريې ونيول شول  او په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکې توکي هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز افغان امنيتي ځواکونو دامنيتي ګزمو په بهير کې شپږ ښخ کړاى شوي ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا د ننګرهار ،لغمان،او دميدان وردګو ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوى و کشف او شنډکړل
ديوبل خبرله مخې :- دکابل دامنيې قوماندانۍ د ملي پوليسو منسوبينو پرون
دوه تنه دکابل ښار د اوولسمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه  دغلا په تور نيولي دي او له نيول شويو کسانو څخه څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته