امنیت

هندخپل کوماندويي افراد افغانستان ته ليږلي دي

کابل باختر د وږي  نهمه :
هندوستان په افغانستان کې ددغه هيواد د ډيپلوماتيکي مرکزونو او اقتصادي پروژو د ساتنې په مقصد خپل يو شمېرکوماندويي پوځيان افغانستان ته استولي دي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: د هندوستان د دفاع وزير اعلام کړى دى چې ددغه هيواد نهه اويا تنه کوماندويان دخپلو ډيپلوماتيکي مرکزونو او داقتصادي پروژو د امنيت د تامينولو په مقصد افغانستان ته استولي دي.
دافغانستان خاورې ته دهندوهوساکوماندويي سرتيري په داسې حال کې استول کيږي چې په کابل کې دهندوستان سفارت او په قندهار او جلال اباد کې د دغه هيواد قونسلګرۍ په تيرو وختونوکې له امنيتي ګواښونوسره مخامخې وې .
  دهند يوه امنيتي مقام افغانستان ته ددغه هيواد دکوماندويي پوځيانو د استولو په اړوند ويلي دي چې د پوځيانو په استولواقدام د هغو امنيتي ګواښونو له مخې ترسره شو چې په افغانستان کې په هندي ډيپلوماتيکي مرکزونو موترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې درې تنه يرغلګر چې غوښتل يې ځان په جلال آباد ښارکې د هندقونسلګرۍ ته ورسوي؛ د پوليسو له خوا وپيژندل شول او يرغلګرو خپل موټريوه جومات ته څيرمه وچاوه چې له امله يې دهند د قونسلګرۍ  افرادو ته زيان ونه رسيد، خو يو شمېر ملکي وګړي اوماشومان ووژل شول.
  دغه راز په کابل کې دهند سفارت په وروستيو کلونوکې د دوو وژونکو تروريستي بريدونو ډګر و.
دغه راز په يو شمېرهندي اتباعو چې په افغانستان کې يې دکارګرپه توګه کارکاوه؛ د کابل د نوى ښار په ساحه په يو ميلمستون کې ووژل شول .
سره له دې چې هندي مقاماتو په کابل کې د دغه هيواد په تاسيساتو او نمايندګيو دبريدعوامل په ډاګه کړي دي؛ خو تل د پاکستان ، د هغه هيواد د استخباراتو په لور نيول کيږي چې په افغانستان کې دهند شتون دخپلوګټو پرخلاف بولي.
افغان امنيتي مقاماتو تراوسه پورې دهند دکوماندويي ځواکونو داستولو په اړوند نظر نه دى څرګند کړى. خوتل يې  په امنيتي او اقتصادي برخوکې د هند دهمکارۍ له امله قدرداني کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته