سیاست

جمهور رئیس غني له خپل هندي سیال پراناب مکرجي سره وکتل

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٩ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، تير ماښام د هند له جمهور رئیس پراناب مکرجې سره د دغه هېواد د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سودا ګریزو همکاریو د پراختیا په باب خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس مکرجي د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې هندوستان ته یې سفر وکړ او  اوس د دغه هېواد د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې دى.
ښاغلي پراناب مکرجي د بدخشان په ولایت کې د ځمکې ښویدنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر جمهور رئیس غني او د ده له لارې د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندکړل،وې ویل، د نیپال په هېواد کې د وروستۍ زلزلې تراژیدي مو لا هېره نه وه چې اوس په بدخشان کې د ځمکې ښوېدنې پېښه رامنځته شوه.
د هند جمهور رئیس دغه هېواد ته  د افغانستان د جمهور رئیس په مشرۍ د افغاني پلاوي سفر او له هندي لوري سره  د هغه لیدنې کتنې ګټورې وبللې، وې ويل، دغه کتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو لپاره نتجه لرونکې وې.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په بدخشان کې د ځمکې ښوېدنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر د هند د جمهور رئیس د خواخوږۍ او غمشریکۍ له امله مننه وکړه، وې ویل چې د افغانستان دولت به د دغه شان پېښو د مدیریت لپاره له ټول قوت څخه کار واخلي.
جمهور رئیس غني افغان پلاوي ته  د هند د حکومت او خلکو  د میلمه پالنۍ له امله او د هند د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې له افغان پلاوي څخه د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس غني هند ته خپل سفر بریالي وباله او د هند له خوا  له افغانستان سره  په بېلابېلو برخوکې د شویو مرستو او همکاریو له امله یې د دغه هېواد له دولت او خلکو څخه مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته