کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٠ :
تراوسه پورې څه ناڅه لس تنه افغاني حاجيان له سعودي عربستان څخه هيواد ته ليږدول شوي دي .
په مکه مکرمه کې د افغاني حاجيانو دبعثه يو مسوول قاضي فيض محمد عابد
دباختر آژانس استول شوى خبريال فضل واحدکريم ته وويل : له مکې مکرمي څخه مديني منوري او هيواد ته دافغاني حاجيانو ليږدونه دپروګرام له مخې دوام لري تراوسه پورې له مکې مکرمې څخه څه ناڅه لس زره تنه افغاني حاجيان هيوادته اودغه راز څه ناڅه پنځه زره تنه نور حاجيان مديني منورې ته ليږدول شوي دي
0 د یوې دقیقې څخه لږ