ټولنه

ډاکتر کمال سادات : دلومړى ځل لپاره دسارک دځوانانو غونډه په کابل کې جوړيږي .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات وايي  چې  دلومړى ځل لپاره داسيا دجنوب  دسيمه ئيزو همکاريو د اتحاديې  دځوانانو غونډه دکابل په  کوربه توب  ديوې مياشتې په دننه کې  جوړيږي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  د خپرونو مديريت  باختراژانس ته خبرورکړ ،  په هغې غونډه کې چې دغونډې  دجوړولو دڅرنګوالي  او لومړنى  تياري په موخه  داړوندو ادارو  او دبهرنيو چارو داطلاعاتو او فرهنګ ، کورنيو چارو ، اقتصاد او دښځو دچارو دوزارتونو ، دملي امنيت دلوى رياست او د سيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې  له استازو څخه  دځوانانو دچارو په معينيت کې  جوړه شوه .  دهغې  دجوړولو  دڅرنګوالي او ځاى  د ټاکنې په باب  هراړخيزې  خبرې وشوې .
  ډآکتر سادات ددغې غونډې  دجوړيدو له امله دخوښي   دڅرګندولو په ترڅ کې ددغې غونډې دجوړولو دکميټې غړو ته لارښوونه وکړه چې  پروګرام دې  دسارک او د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت له اصولو اومقرراتو سره سم  دحکومتي مقاماتو په همغږى کې جوړه شي .
  ده زياته کړه  چې  دغونډې دجوړولو  ديوه ولايت دکتنې په ګډون ټول مقدماتي  تيارى  نيول شوى  او دغونډې په  بهير کې همکار ټيمونه  تنظيم شوي دي .چې دپنځو ورځو لپاره به  کابل  داسيا دجنوب  داوو هيوادونو داستازو کوربه وي . 
له بلې خوا هم دبهرنيو چارو وزارت استازي زاهد الله جلالي  دغه غونډه دکابل لپاره  مهمه او ارزښتناکه وبلله او زياته يې کړه چې  دسارک  له اوو غړو هېوادونو څخه غوښتل شوي دي چې پنځه تنه  په دې غونډه کې دګډون لپاره معرفي کړي .
  دده دڅرګندونوله مخې ، دبهرنيو چارو وزارت  هڅه او هاند کوي چې دغه پروګرام  له کومې نيمګړتيا پرته او په ټاکلې وخت کې جوړ شي . او ټول رسمي چاري يې  دسارک  دسکرتريت له لارې  همغږى شوي دي .
  داسيا دجنوب  د سيمه ئيزو همکاريو اتحاديه  داسيا په جنوب کې  داتو هېوادونو په ګډون يوسياسي  او اقتصادي  سازمان دى  .
دغه سازمان په  ١٩٨٥ ميلادي کال کې دهند، پاکستان ،بنګله ديش ، سريلانکا ، نيپال ، مالديو او دبوتان له خوا جوړ شو او په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې افغانستان دهغه  اتم غړى شو .
  دايران او چين هېوادونه  ددغه سازمان کتونکي  غړي دي او دسارک  دايمي دفتر دنيپال  په پايتخت  کتمندو کې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته