خبرونهامنیتTOP

ځدراڼ: د مرسل نبي زاده د وژل کېدو په تړاو جدي څېړنې روانې دي او دغه قضيه به ژر روښانه شي

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
امنيتي مسوولينو د د ولسي جرګې د پخوانۍ وکيلې مرسل نبي زاده د وژل کېدو په تړاو د جدي څېړنو د دوام خبر ورکړی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې دوه ورځې وړاندې د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی د نامعلومو کسانو له لوري په خپل کور کې ووژل شول.
ځدراڼ زياته کړې، چې په لومړنيو څېړنو کې جوته شوې، چې د پېښې په شپه د نبي زاده په کور کې مېلمنو شتون درلود، چې بیا همغه شپه ناوخته دا پېښه رامنځته کيږي
د سرچينې په وينا له پېښې څخه په ځنډ وروسته د سهار اووه بجې اړوندې امنيتي حوزې ته خبر ورکول کيږي او هغوی سمدلاسه د پېښې څېړنې او پلټنې پيلوي.
خالد ځدراڼ ټينګار وکړ، چې د پېښې هراړخيزه څېړنه روانه ده او هر څه به په کره او دقیقه توګه روښانه شي.
د نوموړي په خبره پۀ یاده پېښه کې د مرسل یو ورور هم ژوبل شوی او د پېښې پۀ تړاو تر دې دمه څوک ندي نیول شوي، د عاملینو د نیولو ګړندۍ هڅې روانې دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا