کابل/باختر/ د وږي٢٤ مه
پنځه دېرش وسله وال طالبان په فراه کې په پوځي عملياتوکې ووژل شول.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د اناردرې لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا سيدعظيم په ګډون ٣٥ وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې چې د اناردرې ولسوالۍ ته څېرمه ترسره شول؛ ووژل شول او د دښمن څو جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ