
کابل، د وري ۱۶مه، باختر
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري ځمکنيو ټرانسپورټي شرکتونو ته د الکټرونيکي کتابچو او کارتونو د وېش لړۍ پيل شوه.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ مرستیال ملا عبدالسلام حيدري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې وزارت د ټرانسپورټ د برخې رئیسانو او کارکوونکو هم پکې برخه درلوده، د ټرانسپورټي شرکتونو موټرو ته د الکټرونيکي کارتونو او کتابچو د وېش لړۍ پيل کړه.
په دې پرانيستغونډه کې چې د ياد وزارت اړوند د کابل ټرانسپورټ د تنظيم رياست کې جوړه شوې وه، د ګڼو ټرانسپورټي شرکتونو استازو پکې برخه اخيستې وه.
د واټ ټرانسپورټ مرستیال په خپلو خبرو کې ټول ځمکني ټرانسپورټي شرکتونه له نړيوالو معيارونو سره سمو خدمتونو ته راوبلل او له خپل لورې يې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
افغانمل