سیاست

جمهوررئیس غني: افغانستان او المان له سلو کلونو زیات د همکارۍ تاریخ لري

کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د المان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل  سره چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني د المان  د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: د افغانستان ملت او دولت ته د خوښۍ ځای دی چې په پلازمېنه کابل کې د مۍ میاشتې له برید وروسته تاسود المان د عمده سیاسي شخصیت په توګه افغانستان ته تشریف راوړی. هغه زیاته کړه، د المان او افغانستان حکومتونه له سلو کلونو زیات د همکارۍ تاریخ لري. 
په دې کتنه کې دواړو لورو د اصلاحاتو راوړلو، له فساد سره د مبارزې، د سولې د تامین، سیمه ییزو مسایلو او نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني نړيوالوګټو، د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان امنیت او ثبات ته د المان د سفیر او ډیپلوماتانو د کلکې ارادې، صبر،حوصلې او تعهد قدرداني وکړه. همدارنګه یې د المان سفارت د پوره فعالولو له امله د یاد هېواد د بهرنیو چارو دوزیر د تصمیم هرکلی وکړ. 
جمهور رئیس په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې د المان د مرستو د ستاینې ترڅنګ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې  د افغانستان دولت د المان سفارت او ډیپلوماتانود امنیت او خوندیتوب لپاره ټول لازم تدبیرونه نیولي دي.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب د المان له خلکو او دولت څخه په مننې وویل، په افغانستان او سیمه کې د مناسبې فضا، سولې او ثبات د ایجاد لپاره د المان فعالې ډيپلوماسۍ ډېر ښه رول او اغېز لرلی دی. 
جمهور رئیس وویل، د ټولو ستونزو باوجود د افغانستان خلک د پرمختګونو شاهدان دي او حکومت په پام کې لري چې د  ۲۰۱۸  پارلماني ټاکنې او د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزې ټاکنې د اساسي قانون د حکم مطابق ترسره شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان خلک په داخل کې د بین الافغاني مذاکراتو او سولې غوښتونکي دي او له پاکستان سره د پایداره سولې لپاره مو د المان په ګډون له بین المللي ټولنې څخه غوښتنه ده چې  په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي. 
د المان د بهرنیو چارو وزیر د جمهور رئیس له تاوده هرکلي او مېلمه پالنې څخه په مننې پلازمېنه کابل کې د المان پر سفارت له برید وروسته د افغانستان دولت د  لازمو امنیتي اقداماتو قدرداني وکړه او وې ویل:  موږ ژمنه کوو چې تل به د افغانستان د خلکو او دولت تر څنګ یوو.
نوموړي همدارنګه د هغوملي پولیسو کورنیو څخه په مننې د تسلیت مراتب څرګند کړل چې  د المان پر سفارت د برید پرمهال یې خپل ځانونه سپر کړل.
ښاغلي زیګمار ګابریل  جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل: له تېرو کلونو راهیسې چې تاسو د دولت  په راس کې یاست د افغانستان دولت له اقتصادي پلوه ښې لاسته راوړنې لري. هغه زیاته کړه، موږ ژمنه کوو چې له ټولو شته امکاناتو سره به  د افغانستان دولت ترڅنګ پاتې شو.
نوموړي څرګنده کړه، موږ په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره په اقتصادي او د پولیسو د روزنې په برخه کې همکاري کوو او ویاړو چې له امریکا وروسته مو په افغانستان کې زیاته پانګونه کړې ده.
د المان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ثبات او پرمختګ په برخه کې  د جمهور رئیس غني د هلو ځلو قدرداني وکړه او همدارنګه یې له فساد سره د مبارزې او د سولې په برخو کې د حکومت په ځانګړي ډول د جمهور رئیس غني لاسته راوړنې ارزښتناکې وبللې او زیاته یې کړه، افغانستان او نړۍ به ستاسو دا لاسته راوړنې هېرې نه کړي.
هغه وویل، موږ پوهېږو چې د سولې پروسه سخته ده ، خو پر تاسو د پوره باور له امله هیله من یوو چې په راتلونکي کې به ښې لاسته راوړنې ولرئ او بین المللي همکارۍ به له تاسو سره وي. هغه همدارنګه له فساد سره د مبارزې او سولې په برخه کې جمهور رئیس او افغان حکومت ته د لا ډېرو بریالیتوبونو هیله وکړه.
د المان د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې اوثبات د تامین په برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه یې د سولې پروسې پر اخلالونکو هېوادونو غږ وکړ چې  دایمي سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره دې د مداخلې پرځای خپله همکاري زیاته کړي.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته