
کابل، د کب ۲۹ مه، باختر
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پسرلي په نامه د فوټبال د ۸ لوبډلو ترمنځ درې اوونۍ وړاندې پیل شوې سیالۍ د ځوانان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبې ته د ځوانانو او پیکان فوټبال لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې ځوانانو لوبډله و توانیده خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د پسرلي موسم په رارسېدو د نیالګیو کېنول یاد شوي دي.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ستاینلیکونه، مډالونه او کپونه ورکړل شول.
صدیقي