امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  دسلواغې ديارلسمه :
دوسله والوطالبانو دډلې ديوه پوځي مسوول په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې د سيمه ئيزو او ملي پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول .
دقيصار ولسوال عبدالجميل  صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والو طالبانو دبيدى ، زعفران او د وارکلينک  په کليو کې  په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دسيمه ئيزو  پوليسو دمقاومت له امله  د ملا محي الدين  په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
دقيصار ولسوال دڅرګندونو له مخې، په دې نښته کې يوسيمه ئيز پوليس ټپي شوى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي  بلل شوى دى .
صديقي  زياته کړه دغه نښته په داسې  حال کې ترسره کيږي  چې دامنيتي  ځواکونو دخنجر١٦ عمليات  ددغې ولسوالۍ دشمال ختيځ په ساحه کې  له څو ورځو راپديخوا دوام لري او څه دپاسه شل تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته