امنیت

د القاعده شبکې دوه غړي په هلمند کې ووژل شول

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
په هلمند کې ۲۳ وسله وال طالبان او د القاعده شبکې دوه غړي په نويو جګړو کې ووژل شول.
د القاعده شبکې وژل شوي غړي پاکستاني اتباع او د دغې تروريستي شبکې او د هند د نيمه وچې ډلې غړي بلل شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې د القاعده شبکې دغه دوه غړي له وسله والو طالبانو سره په نهرسراج ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې له ځمکې او هوا پرې بريدونه وشول.
د ٢٣ ډار اچوونکو يوه برخه په سنګين او ناوې ولسواليو کې کله يې چې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل وکړ، پرې بريدونه وشول.
د افغانستان پوځي مقاماتو په وار وار د طالبانو ترڅنګ د القاعده جګړه مارانو د شتون خبره کړې ده، خو طالبانو له بهرنيو تروريستي ډلو سره خپلې هر راز اړيکې رد کړې دي.
د يو بل خبر له مخې؛ د طالبانو د وسلو يوه زېرمه په هلمند کې کشف شوه.
پوليس وايي چې له دغې زېرمې څخه سپکې او درندې وسلې، توغندي ويشتونکي، ماينونه او بمونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې افغان ځواکونو په هلمند کې د ٢٧ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغوماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- شکريه-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته