امنیت

دسمنګانو والي د يوې تروريستي پيښې له امله ټپي شو

کابل-باختر د زمري دمياشتې ٥:
د سمنګانو والي خيرالله انوش نن سهار په اووبجو د ماين د چاودنې له امله ټپي شو.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمداکرم بيکزاد باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه کله چې د سمنګانو د والي د سپرلۍ موټر د ايبکو ښار د قوش آسياب له څلورلارې څخه تيريده، چاودنه وشوه چې له امله يې خيرالله انوش ټپي شو.
ده وويل: ددغې چاودنې له امله د والي دوه تنه ساتوونکي او دوه تنه زده کوونکي نجونې هم ټپيانې شوې دي.
پاسوال بيکزاد وويل چې ددغه تروريستي بريد هدف د سمنګانو د والي له منځه وړل و.
په همدې حال کې د سمنګانو د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد وويل چې والي برسيرن ټپي شوى دى او د نوروټپيانو روغتيايي حالت هم ښه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته