امنیت

٣٢ طالبان په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې ووژل شول.

کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
٣٢ وسله وال طالبان په يو لړ هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو طالبانو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دفراه ښارته څيرمه او ددغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍکې بريدونه وشول.
په لويديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ: لومړى بريد تيره شپه دفراه ښارته څيرمه د طالبانو پرسنګر او د راغونډيدو پرځاى وشو چې له امله يې د دريو قوماندانانو په ګډون ٢٢ تنه طالبان ووژل شول.
ويل کيږي : طالبان دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه سيمه کې راغونډ شوي و چې يو لړ بريدونو ته پلان برابر کړي خو دافغان ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.
دويم بريد دافغان ځواکونو له خوا دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشو چې له امله يې ١٥ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته . خبرځاى وويل : په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو د ډلې قوماندانان هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته