امنیت

دسړک جوړولو دشرکت يو انجنير وتښتول شو.

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
په سمنګانو ولايت کې دسړک جوړولو ديوه خصوصي شرکت يو انجنير دناپيزاندو وسله والو کسانو له  خوا پرون مازيکر وتښتول شو .
دسمنګانو ولايت وياند محمد صديق عزيزي  دباختراژانس  خبريال ته وويل  دغه انجنير  چې ذکيب الله نوميږي پرون له امنيتي ارګانونو اومسوولينو سره له همغږي پرته دکوز دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوه شرکت دکار دسروې لپاره ددولت دمخالفينو ترواکمنۍ  لاندې ساحې ته تللى و چې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې تراوسه پور ې دتښتول شوي انجنير دبرخليک په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى . 
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف ولسوال فخر الدين  مبارز وويل چې انجنير ذکيب الله دخپلو دوو تنو همکارانو په ملګرتيا دشپاړلسو  کيلومترو په اوږدوالي د يوسړک دسروې لپاره چې ددغه ولسوالۍ  دتاقچي  اوبيا نان په سيمو کې ترترميم او بيا جوړولو لاندې و تللي و چې دولسوالۍ مرکز ته دستيندو په لاره کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول .
وسله والو طالبانو ددغې پيښې مسووليت په غاړه اخستى دى  او دهغوى دموندلو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته