کابل / دغبرګولې ٢٠مه /باختر :
دمشرانو جرګې پخوانى غړى عبدالولي احمدزى تېره شپه په لوګر کې شهيد کړى شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، ويل کېږي چې دمشرانوجرګې دغه پخوانى غړى چې دخپلې خور دجنازې په مراسموکې دګډون په خاطر دلوګر په مرکزچاونې کلي ته تللى و دشپې له خوا وسله والوکسان دى له کور څخه وايستل اوشهيد يې کړ .
دلوګر دوالي وياند ديدار لونګ وويل چې عبدالولي احمدزى يې وسله وال طالبان وواژه خو تراوسه پورې طالبانو په دې اړوند څه نه دي ويلي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ