نړۍ

د داعش له ډلو سره د القاعده د ډلې مقابله

نويې ديلي – دويچه ويله – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دالقاعده مشر ايمن الظواهري ديوه ويډيوي پيغام په خپرولو سره اعلام وکړچې القاعده په هندوستان کې هم نوې څانګه جوړه کړې ده.
دغه اقدام ښيي چې القاعده د داعش له ډلې سره په سيالۍ کې سخت د برياليتوب په لټه کې ده.د اسلامي خلافت جوړول د القاعده لپاره په بشپړه توګه يو نوى ګام دى.
د اسلامي علومو د يو او ليکوال البرشت ميتسګر دڅرګندونو له مخې: ښايي چې دغې تروريستي ډلې اوس له داعش سره په سيالۍ کې په کار لاس پورې کړى دى. ځکه د داعش ډله د اسلامپالو تندلارو د جذبولو په لاره کې القاعده يو ګواښ دى .
د اسلامي علومو د دغه پوه د څرګندونو له مخې: د القاعده لپاره د دې خطر شته چې د داعش ډله د بنسټپالو مسلمانانو ترمنځ د محبوبيت له پلوه له دغه سازمان څخه مخکې شي.
ميتسګر وايي چې د داعش د ډلې د برياليتوبونو په پرتله د القاعده پوځي برياليتوبونه کمرنګه او لږ دي؛ پوځي او په مسلمه توګه دغه حالات د دواړو ډلو ترمنځ د سيالۍ سبب کيږي.
سربيره پردې د داعش ډله د لوټمارى، انسان تښتونې او له ټولو مهمه د تيلو د پلورنې له پلوه د زياتې پانګې په راټولو بريالې شوې ده.
لکه څنګه چې د آلمان معتبره اقتصادي ورځپاڼې هندلس بلت هم دغه ډله په ټوله نړۍ کې د ډير پانګې خاونده ډله بللې ده. هغه څه چې دغه راز د جهاديانو ترمنځ د دغې ډلې د جګړه مارانو او پلويانو د جلبولو دليل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته