فرهنګ

د ټولیزو رسنیو قانون په اړه راټوکېدلې اندېښنې

کابل/ د چنګاښ ۳ مه / باختر
په دغو وروستیو کې د ټولیزو رسنیو په قانون کې د بدلونونو په اړه وړاندې شوې نوې طرحې د رسنیو او همدارنګه نورو جوړښتونو توند غبرګون پارولی دی. یو شمېر بهرنیانوهم غبرګون ښودلی دی. پرون د کابینې په غونډه کې پر دې موضوع بحث وشو او پرېکړه وشوه چې پارلمان ته استول شوې طرحه بېرته وغوښتل شي او له سره پرې کار وشي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د بیان او مطبوعاتو آزادي د  افغانستان په اساسي قانون کې تضمین شوېده. افغانستان نولس کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مالي، سیاسي، پوځي او ديپلوماتیک ملاتړ د لېبرالې ولسواکۍ پراصولو د ولاړنظام د جوړولو بهیر پيل کړ. د بیان او مطبوعاتو آزادي د ولسواک نظام او په تېره بیا د  لېبرالې ولسواکۍ د اصولو او ارزښتونو پر بنسټ د ولاړ نظام د ملا تیر بلل کېږي. د بیان او مطبوعاتو له آزادۍ پرته د ولسواکۍ په اړه، د بشري حقونو په اړه خبرې کول یوازې شعاري بڼه لرلی شی او بس. که هر هېواد او هر دولت غواړي چې په رښتینې توګه ولسواکي تطبیق کړي، نو باید د بیان او مطبوعاتو آزادي د خپلې تګلارې مشال کړي او دغه ارزښت ته خپله کلکه ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي.
لکه پورته چې وویل شول د بیان او مطبوعاتو آزادي د هېواد په اساسي قانون کې تضمین شوېده او د ټولیزو رسنیو په قانون کې راغبرګه شوېده. د افغانستان رسنیو په تېرو نولسو کلونو کې د پام وړپرمختګ کړی دی. نن ګڼې خصوصي رسنۍ په هېواد کې فعالیت کوي او خلکو ته معلومات رسوي. ټول دا خبره مني او پرې ویاړي چې په تېرو دوولسیزو کې رسنیو په افغانستان کې بې ساری پرمختګ کړی دی. افغانستان په دې برخه کې تر خپلو ګاونډیو ډېر مخکې دی. د سیمې له یو شمېر نورو هېوادونوهم مخکې دی.
همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هم په نړیواله کچه بې جوړې قانون  منل شوی دی. منو چې په تطبیق کې یې ستونزې شته، خو د قانون په اړه کومه پوښتنه او ستونزه نشته. زموږ د ټولیزو رسنیو قانون هم یو له ښو او ولسواکو قوانینو شمېرل کېږي. خو موږ باید دا خبره هم ومنو چې قانون باید د ټولنې د ودې او پرمختګ د هر پړاو غوښتنو ته ځواب وویلی شي، له دې امله په قوانینو کې د بدلونونو راوستل یوه عادي او طبیعي خبره ده، مهمه دا ده چې دغه بدلونونه باید مثبتې خوا ته روان وي، موخه یې پرمختګ وي، نه شاتګ.
یوه بله ستونزه چې په دغو وروستیو کې یې زموږ ټولنه نیولې ده، دا ده چې له بده مرغه ځیني تل د ماجراوو جوړولو کوښښ کوي. په داسې حال کې چې موږ د ټولو مسایلو په اړه د بحث لپاره سړې سینې ته اړتیا لرو. له مسایلو سره احساساتي چلند ستونزه نه شي حل کولای، برعکس ستونزې لاپسې پېچلې کوي.
که څوک ادعا وکړي چې موږ د رسنیو د آزاد فعالیت په برخه کې هېڅ ستونزه نه لرو او نه مو قانون کومه نیمګړتیا لري، نو دا به پر واقعیتونو له خاورو اړولو پرته نور څه نه وي، موږ ستونزې لرو او د ټولیزو رسنیو قانون هم د نورو ګڼو قوانینو په څېر بدلون ته اړتیا لري، خو دا بدلون باید د  سلامشورو او اجماع له لارې رامنځ ته شي. د کابینې پرونۍ پرېکړه د همدې اړتیا له مخې شوېده. هیله مو داده چې د ټولیزو رسنیو په قانون کې د بدلونونو وړاندې شوه طرحه په هراړخیزه توګه وڅېړل شي او د اوسنی پړاو او همدارنګه خلکو له غوښتنو سره سم په قانون کې اړین بدلونونه رامنځ ته شي.
پاى- ن- ش. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته