فرهنګ

د نوروز جشن د جوړولو کميسيون تخنيکي کميټې غونډه وکړه

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : د نوروز د ملي اولرغوني جشن د جوړولو دکميسيون تخنيکي کميټې نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکار ډاکټر طارق رشاد په مشرۍ غونډه وکړه . ټاکل شوې ده د ١٣٩٧ کال د نوروز جشن په بابر بن کې جوړ شي. دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې ډاکټر طارق رشاد وويل چې نننۍ غونډه دکاري کميټو د جوړولو او دکميټو دمسوولينو اوغړو د ټاکنې د طرحې په باب د خبرو په مقصد جوړه شوې ده. د ده د څرګندونوله مخې ؛ د کميټو جوړول به زياتې همغږۍ رامنځته کړي. په دې غونډه کې د فرهنګي ،. مالي او تدارکاتو ، روغتيايي چارو ، تزئيناتو ، د نيالګيو د ايښودلو او د تشريفاتو دکميټو ريېسان او غړي د دغه کميسيون د رئيس او غړو په موافقه مشخص شول. ډاکټر طارق رشا اړوندو کميټو ته لارښونه وکړه چې د زياتې همغږۍ په مقصد دې جلاجلا غونډې جوړې کړي. په غونډه کې دغه راز د نوروز د ملي او لرغوني جشن د جوړولو کميسيون د لوګو د طرحې ، د هغو پيغامونو دمتن په باب چې بايد دنوروز په جشن کې په ښار او بابر بڼ کې وځړول شي خبرې وشوې. دغونډې په پاى کې برخه والو د لازياتې همغږۍ په مقصد خپل پشنهادونه او نظريې وړاندې کړې. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته