فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دهيواد له ځوانانو وغوښتل چې نيشه يي توکو ته نه ووايي:

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دهيواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې دنيشه يي توکو پرخلاف دمبآرزې په کار کې يو موټي شي او ددغې کرغيړنې پديدې په وړاندې ودريږي او نه ورته ووايي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات چې نن يې په کابل کې په جهان نور پوهنتون کې دنيشه توکو پرخلاف د مبآرزې د اوونۍ دنمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې څرګنده کړه .
نيشه يي توکي کرغيړنه او له افغاني فرهنګ سره پردى پديده ده او دا دهيواد په ځوانانو پورې اړه پيدا کوى چې ددغې پديدې په وړاندې ودريږي او نه ورته ووايي.
ده له ټولو هيواد والو په تيره بيا له ځوانانو څخه وغوښتل چې نه يوازې په خپله نيشه يي توکي ونه کاروى بلکې دنورو مخه ونيسي او په دې ترتيب دخپل شخصيت دپياوړتيا په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
ډاکتر کمال سادات نيشه يي توکي په هيواد کې دجګړې دتمويلو سرچينه وبلله او ويې ويل چې تروريستان دنيشه يي توکو په قاچاقو او پلورنې او دهغو دکرکيلې په ملاتړ سره په هيواد کې دجګړې او نا امنى د اوږدوالى سبب شوي دي .
او دا په ټولو هيواد والو په تيره بيا په ځوانانو پورې اړه پيدا کوى چې دغه امکانات له تروريستي ډلو او له وسله والو مخالفينو څخه واخلى او په هيواد کې ديوې سالمې فضا دبرابرولو سبب شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه : ددغه وزارت دځوانانو دمعينيت دکولمبو پلان له نړيوالې بنسټ سره کار کوى چې دهيواد ځوانان په ښه توګه او لازيات دنيشه يي توکو په زيانونو خبر کړي .ديادونې وړ ده :  دنيشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د اوونۍ دلمانځنې پروګرام دکابل دخدمتګارانو د بنسټ او دنيشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت په نوښت جوړ شوى و چې په هغه کې دمدني ټولنې فعال او ددغه بنسټ مرستيال بشير بيژن خبرې وکړې او له نيشه يي توکي سره دمبآرزې په موخه يې دکابل دخدمتګارانو دبنسټ پروګرامونه بيان کړل .
ديادونې وړ ده : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکابل د خدمتګارانو د بنسټ او دنيشه يي توکو پرخلاف دمبآرزې دچارو له وزارت سره په همغږۍ کې په پام کې لري چې په ښه توګه دنيشه يي توکو پرخلاف دمبآرزې داوونۍ دلمانځنې په موخه دمشاعرې دغونډو ، سرکس او دبايسکل ځغلونې دسيالۍ په ګډون فرهنګي او ورزشي پروګرامونه جوړ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته