امنیت

يوسلو درې تنه ډار اچوونکي د هېواد په ځينو سيموکې ووژل شول

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٠  :
د ملي د فاع  وزارت د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو  د عملياتو له امله د ١٠٣ تنو ډار اچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړل  چې له امله يې ١٠٣تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٦ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات د ننګرهار،  کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، روزګان،  قندهار ، زابل، بادغيس، بغلان، فارياب، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته