– کابل- باختر دمرغومي څوارلسمه
دوسله والوطالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان دملي امنيت دمامورينو له خوا دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې وپيژندل شو او ونيول شو .
ملا جلال په شينډنډ ولسوالۍ کې دځانمرګوبريدونو ، دبمونو دښخولواو دوسله والو بريدونو اصلي طراح بلل کېږي
باختر اژانس دهرات ولايت دملي امنيت ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ .
ملا جلال ديوې پنځلس کسيزي تروريستي ډلې قوماندان و چې له زياتې مودې راپديخوا دامنيتي مامورينو تر څارنې لاندې و .
دهرات ولايت دملي امنيت چارواکې وايې چې ملا جلال په واټونو کې دبم ښخولو ، ګواښونو ، تښتونو او دځانمرګو او ورانکارو بريدونو اصلي طراح و او دترلاسه شويو معلوماتو له مخې پيژندل شوي او نيول شوي دي .
په هرات کې سيمه ئيز مقامات وايي چې دطالبانو د ډلې ددغه قوماندان په نيول کېدوسره به په شينډنډ کې تروريستي ګواښونه کمښت ومومي .
0 1 دقیقه لوستل