امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په پکتيکا اوسرپل کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ١٣ :
اووه تنه وسله وال طالبان دپکتيکا ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت  دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
افغان امنيتي ځواکونو  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه  دسيمو دپاکولو په مقصد  دپکتيکا ولايت  دخوشامندولسوالۍ په مربوطاتو کې  چاڼيزعمليات ترسره کړل  چې  له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې  يوه اندازه وسله  او نور پوځي تجهيزات  هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديو بل خبرله مخې :
يو وسله وال طالب دسرپل ولايت دکوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شو او پنځه تنه نور طالبان له يوې اندازې وسلو ، چاوديدونکوتوکو او مهماتو سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته