ښوونه او روزنه

په هلمند کې ديوښوونځي د جوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د تلي  نولسمه
دهلمند ولايت دناوې  ولسوالۍ دسپين دلومړي ښوونځي دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو .
دپوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :  د دغه ښوونځي نوې ودانۍ  دپوهنې دکيفيت دلوړولو دملي پروګرام له خوا  دڅه دپاسه سلو زرو ډالرو په لګښت په اتومياشتو کې جوړيږي چې  ددغې ودانۍ په جوړولو سره زده کوونکو  ته د ښيې زده کړې زمينه برابريږي .
ديادونې وړ ده  چې په ودانۍ کې  لس درسي او څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته