امنیت

يوه اندازه وسلې او مهمات کشف شول

کابل باختردزمري دمياشتې ١ :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون د غزني ښارد پښتون آباد ساحې په مربوطاتوکې د اوپراتيفي عملياتوپه ترڅ کې يوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړل.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: په ترلاسه شويو وسلو اومهماتوکې دوه کلاشينکوفونه، درې ميله پيکا، سل پرتلې، پنځوس زغره  والې پرتلې او يوه اندازه ډول ډول حربي او پوځي مهمات شته.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: دغه وسلې او مهمات د سپرين له امنيتي خصوصي شرکت څخه چې د کارموده يې پاى ته رسيدلې وه او نيت يې درلود چې دغه وسلې او مهمات د ملا ادريس په تروريستي ډلې وپلوري چې له پلورنې مخکې د ملي امنيت دلوى رياست د موظفينوله خوا کشف او ترلاسه شول.
پيښه څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته