سیاست

فضل هادي مسلميار دافغانستان له پارلمان سره دملاتړ دپروژي له رييسې سره وکتل .

کابل باختر د ثور شلمه

  دملي شورا دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار  نن دخپل کار په دفتر کې  دافغانستان له پارلمان سره  دملاتړ د پروژي  له رييسې  ميرمن  ديانا سره  چې په افغانستان کې کارې ماموريت يې  پاى ته رسيدلي دى  وکتل .

 دمشرانو جرګي دمطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې دمشرانو جرګي رييس  دافغانستان  دپارلمان  په تيره بيا  دمشرانوجرګي  د پياوړتيا په لاره کې ددغې پروژي  دمرستو له امله  دمننۍ په څرګندولو سره  برابر شوي سوغات  دې ته ورکړ .

  دافغانستان له پارلمان سره دملاتړ  پروژه ( اي پي اي پي  )د يو اس  اي آي دي  په چوکات کې  دافغانستان دپارلمان  دپياوړتيا په لاره کې  ځينې همکاري  کړي دي .

  دغه راز  دمشرانوجرګي منشي  مولوى عبدالولي  راجي  په داسي حال کې چې  ځيني سناتوران هم حاضر و  دمشرانوجرګي  ستاين ليک  دپوهنې وزارت  دمامورينو  د استخدام  څيړنې  او اړيکو  درييس   محمد کبير ولي  د خدمتونو له امله  دى ته  ورکړ او دده دکار  په برخه کې يي دده دلازياتو برياليتوبونو  هيله وکړه  چې ده  دستاين ليک  په ترلاسه کولو سره  ژمنه وکړه  چې په خپل کاري  برخه کې  له پخوا زياتې  هلې ځلې  کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته