امنیت

ايراني سوداګر: د سيمې په کچه د بلخ ولايت امنيت بې سارى دى

کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
په افغانستا کې د ايران  تجارتي اتشه بلخ يو نمونه ولايت او د بهرنيو سوداګرو د پانګونې لپاره ښه ځاى بولي.
په افغانستا کې د ايران د سفارت تجارتي اتشه جواد، ايراني او افغاني سوداګرو د تجارتي نندارتون په پاى کې د باخترآژانس خبريال ته وويل: ايراني سوداګر د دغه نندارتون په جوړولو سره په بلخ ولايت کې د ښه امنيت د شتون له امله ډاډمن شول او ويې ويل چې کولى شي په دغه ولايت کې ښه پانګونه ولري.
په همدې حال کې هغه ايراني سوداګر چې د خپلو تجارتي مالونو د نندارې په خاطر دغه ولايت ته راغلي دي؛ وايي چې دوى له افغاني سوداګرو سره د کابو دوو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت قرارداد لاسليک کړى دى او په ډير لنډ ممکن وخت کې به په دغه ولايت کې خپلې نمايندګۍ فعالې کړي .
د ايراني او افغاني سوداګرو نندارتون د تيرې سه شنبې په ورځ په مزارشريف  ښارکې د ايراني او افغاني تجارتي شرکتونو د نمايندګۍ په غرفو سره په افغانستان کې د ايران د سفير او د بلخ ولايت د سرپرست له خوا پرانستل شوى و چې د جمعې په ورځ پاى ته ورسيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته