روغتیا

د پروان د عامې روغتيا رياست ته نوي امبولانسونه ورکړ شول

چاريکار/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ١٠ مه درې امبولانس موټرونه پرون د پروان ولايت عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول. د باختر آژانس دخبرله مخې: دغه امبولانسونه د څه دپاسه ١٣ ميليونو افغانيو په لګښت د عامې روغتيا وزارت له بودجې څخه پيرودل شوي دي . د پروان والي فضل الدين عيار د خبرو په ترڅ کې دعامې روغتيا وزارت له مشرتابه څخه قدرداني وکړه او ويې ويل: د پروان ولايت سيمه ييزې ادارې شپږ امبولانس موټرونه پيشنهاد کړى و چې درې نور پاتې امبولانسونه به په نږدي راتلوونکي د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست په واک کې ورکړل شي . عيار زياته کړه: د دغو امبولانس موټرونو په لېږلو سره د ناروغانو ستونزې کمښت مومي او دغه راز دغه موټرونه د روغتيايي خدماتو په برخه کې ډيرګټور دي. دپروان ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکترصفي الله وارسته وويل: د دغه ولايت په ټولو روغتيايي مرکزونو کې ٣٠ امبولانس موټرونه د ناروغانو په خدمت کې دي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته