امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان چې له آى اس آى سره اړيکې لري؛ ونيول شو

کابل باختردزمري دمياشتې ١ :
د وسله والو د ډلې يو قوماندان تيره شپه په ننګرهارکې دځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
په ختيځ  ولايت ننګرهارکې دطالبانو د ډلې قوماندان مولوي نيک محمد ددغه ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ  په بهار سيمه کې دده په پټنځي کې د ملي اردو دځواکونو له خوا نيول شوى دى .
دافغانستان په ختيځ کې دملي اردو دځانګړو ځواکونو يو افسر باخترآژانس ته وويل: دغه قوماندان ټيک هغه وخت ونيول شو چې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و.
ويل کيږي چې دمولوي نيک محمد په پټنځي کې ترلاسه شوي سندونه ښيي چې دى دپاکستان له استخباراتي شبکې ( آى اس آى ) اوپه دغه هيوادکې له تروريستي ډلو سره نږدې اړيکې لري او دهغوى په لارښونه په تروريستي بريدونولاس پورې کاوه.
د افغانستان په ختيڅ کې دملي اردو د ځانګړو ځواکونو دغه افسر وايي چې مولوي نيک محمد دننګرهار ولايت په مربوطاتوکې په ګڼ ميشتو لارو کې دبمي بريدونو، وسله والوبريدونو اودقومي مشرانو دترور په ګډون دطالبانو دتروريستي بريدونو دترسره کولو مسوول و.
دغه رازن دى دننګرهار ولايت دچمتلې په ښارګوټي کې د وروستۍ تروريستي پيښې پلان جوړونکى بلل کيږي. هغه بريدچې دپوليسو د دوو تنو دشهادت سبب شو.
دغه راز ويل شوي دي چې دطالبانو د ډلې دغه جګپوړي قوماندان دافغانستان په ختيځ کې په تيره بيا دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې طالبانو ته دتروريستي بريدونو، دجنګي وسايلو اومالي امکاناتو د برابرولو اودهغوى د روزنې مسووليت په غاړه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته