روغتیا

د کندز ولایت ټولې سیمې د پولیو واکسين د تطبیق لپاره د لاسرسي وړ وګرځیدې

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٢مه:
د کندز ولایت ځینې سیمې چې د امنیتي ستونزو له امله د پولیو واکسين له تطبیق څخه پاتې شوې وې، د پولیو پروګرام د دوامداره هلو ځلو په پایله کې او په دې ولایت کې د پولیو د یوې مثبتې پيښې له رامنځته کیدو وروسته، بیا ځلي د لاسرسي وړ وګرځیدې.
د روان زیږدیز د پسرلنې کمپاین په لومړي پړاو کې په دې ولایت کې د پنځو کالو کم عمره ټول ماشومان چې شمېر یې څه باندې ۳۴۲ تنو ته رسیده، هغوی ته د پولیو واکسین تطبیق شو.
مخکې له دې د امنیتي ستونزو له امله په دشت ارچې، خان اباد، قلعه ذال، علی آباد، چهار دره او امام صاحب ولسوالیو او د کندز ښار په ځینو سیموکې څه باندې ۱۷۳ زره ماشومان د پولیو واکسین څخه محرومه پاتې شوي وه. د دشت ارچې او چهاردرې ولسواليو ټولې سیمې او پاتې نورو ولسوالیو کې ځينې سیمې د پولیو واکسين د پوښښ څخه پاتې شوي وه. په یادو سیمو کې د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې څخه تر ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې پورې د پولیو واکسين کوم کمپاین نه و تطبیق شوی.
د کندز ولایت په ټولو سیمو کې د پولیو واکسين د کمپاین لپاره وروسته له هغې د لاسرسي وړ وګرځید چې ددې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په شینوارو کلي کې د پولیو یوه مثبته پيښه رامنځته شوه چې یوه ۱۴ میاشتنۍ ماشومه دهغې قرباني وګرځیده او له بده مرغه په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي.
مخکې له دې دوه نورې پيښې په هلمند او قندهار ولایتونو کې رامنځته شوې وې چې په روان زیږدیز کال کې د پولیو مثبتو پيښو ټولټال شمېر  ۳ پيښو ته رسیږي.
نا امني او جګړې په هیواد کې د پولیو د کمپاینونو پر وړاندې ستره ننګونه بلل کیږي. په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په بېطرفه توګه خپل فعالیتونه پر مخ وړي او تل له ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړي چې د دغه پروګرام بې پرېتوب ته په کتو سره، په ټول هیواد کې د پولیو واکسین د کمپاینونو د موفقانه تطبیق لپاره زمینه برابره کړي ترڅو واکسیناتوران او روغتیايي کارکوونکي وشي کولای خپله دنده په ډاډمنه او خوندي فضا کې ترسره کړي او د هیواد په هر ګوډ کې ماشومانو ته رسیدګی وکړای شي او دهغوی په خوله کې د دوو څاڅکو واکسين په څکولو سره، دوی د ددې دایمي معیوب کوونکي ناروغۍ پر وړاندې وقایه کړي.
پولیو درملنه نلري، یوازې د واکسین له لارې مخنيوى کيږي. له نیکه مرغه پوليو دهغو ناروغيو له جملې څخه ده چې په بشپړه توګه له منځه وړل کیدای شي. لکه څرنګه چې چیچک ناروغۍ یو مهال شتون درلود او د واکسین له لارې له منځه یوړل شو او اوس مهال هیڅ څوک په دې ناروغۍ نه اخته کیږي.
د نړۍ په ډيريوهیوادوکې پولیو له منځه وړل شوې ده، خو یوازې په افغانستان، پاکستان او نایجیریا هیوادوکې اوس هم شتون لري.
د دې ناورغۍ د بشپړه لمنځه وړلو لپاره نړیوالې هلې ځلې روانې دي، ځکه دغه ناروغۍ په ډیرچټکۍ سره سرایت کوي او که چیرې په بشپړه توګه له منځه یوړل نشي، نو ښاي د نړۍ هیوادونه بیا ځلي ددې ناروغۍ د ګواښ سره مخ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته