امنیت

په کنړکی وسله والی نښتی شوې دي.

کنړ- باختر/ د کب دمیاشتې ٦ مه
د۲۰۱سیلاب قول اردوددوهمی پلی لوا شپږم کنډک اړوندانوتیره ورځ دکنړ ولایت ، ماڼوګي ولسوالی دګورو په سیمه کی امنیتی ګزمه ترسره کوله  چې د ګزمی پرمهال ددغه کنډک منسوبانو او داعشیانو ترمنځ وسله واله نښته رامنځ ته شوې ده.
دملي دفاع وزارت باخترآژانس ته خبرورکړ
دراپورونوله مخی یادی نښتی یوساعت دوام وکړچی په پایله کی یی دحبیب الرحمن په نامه یوتن دداعش تروریستی ډلی غړی له(۱) کلاشینکوف (۲)شاجورژورنه (۱)مارکول(۱)تومانچه (۱)چره ئیز ټوپک او (۱۲)انفلاقیه پټاقۍ اویوه اندازه اولیه کومکي مواد او تجهیزاتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
د معلوماتو له مخې په دغه نښته کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته زيان نه دی اوښتی .پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته