کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
په ميدان وردګو ولايت کې له دوه سوه ديرشو سيلاو ځپلو کورنيو سره نن دافغاني سرې مياشتې دټولنې له خوا مرسته وشوه.
په دې مرستوکې وريجې ، غوړي، اوړه ، بوره ،لوبيا، چاى . شړۍ ،خيمې او ترپالونه شته.
ددغه ولايت دسرې مياشتې رييس سليم وردکباختر آژانس ته وويل : دمرستو په دې پړاو کې په دغو کورنيو خوراکي توکې او ژمني وسايل وويشل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ