امنیت

دافغاني او ايراني مقاماتو ترمنځ دبنديانو تبادله .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
افغاني او ايراني مقاماتو دبنديانو په تبادلې لاس پورې کړ 
درارسيدلو خبرونو له مخې :ايراني مقاماتو پرون يوسلو اووه نوي تنه افغان بنديان چې په دغه هېواد کې دبېلابېلو جرمونو په تور په بند محکوم شوي وو افغاني مقاماتو ته وسپارل او په بدل کې يې افغاني مقاماتو درې ويشت  تنه ايراني بنديان ددغه هېواد مقاماماتو ته ورسپارل .
په هرات  ولايت کې يوه سيمه ييز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه تبادله دايران او افغانستان ترمنځ سرحدي سيمه کې شوې ده .
  ويل کيږي چې په تبادله شويو بنديانو کې په اعدام محکوم شوي کسان هم شامل دي .
دغو کسانو په افغانستان اوايران کې  په بېلابېلوجرمونو لاس پورې کړى و .
له بلې خوا دافغانستان دلوى څارنوالۍ ادارې دافغانستان او ايران ترمنځ دبنديانو تبادله تاييد کړې ده .
افغاني او ايراني مقامات په دې وروستيو وختو کې د بنديانو دتبادلې په باب موافقې ته رسيدلي دي ددواړو هېوادونو مقامات  وايي چې دبنديانو دتبادلې بهير به همدا شان دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته