ټولنه

دماشوم دادبياتو دملي ټولنې دويمه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دماشوم دادبياتو دملي ټولنې  دجوړولوپه باب دويمه مشورتي غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چارواکي هلې ځلې کوي چې دماشوم دادبياتو دودې په خاطر ، دماشوم دادبياتو دملي ټولنې په نامه يوه ټولنه  جوړه کړي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  په دې غونډه کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دسرپرست  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه په فرهنګي چارو کې دجمهور رييس سلاکار اسد الله غضنفر ، د چارو دادارې دلوى رياست فرهنګي سلاکار محمد محقق او دماشوم دادبياتو څيړونکي فاضل شريفي برخه لرله چې دماشوم دادبياتو  دملي ټولنې دنښان  ( لوګو )  دطرحې په باب  خبرې وشوې .
په پيل کې پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې او ويې ويل چې دماشومانو ادبيات ددغې ټولنې اصلي محور دى اوبايد دنښان په انتخاب کې پاملرنه په ماشومانو متمرکز وي .
ده ټينګار وکړ چې دټولنې نښان دې بايد ماشومانو ته دفهم  او درک  وړ وي .
په دې غونډه کې دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دارتباطاتو امريت ته دنده وسپارل شوه چې دهغو شخصيتونو اوبنسټونوپه باب چې دماشوم دادبياتو په اړوند فعاليت کوي يو فهرست برابر او په راتلونکې  غونډه کې دې وړاندې کړي .
په پاى کې دماشوم دادبياتو دملي ټولنې نښان يا لوګو چې دهنرستان رياست له خوا برابره شوې وه دانتخاب او غور په مقصد دمقدماتي کميټې غړو ته وړاندې شوه چې له دې جملې څخه دوو نښانونو دکميټې دغړو پاملرنه جلب کړه او له دغو دوو څخه ديو نښان انتخاب  بلې غونډې ته وځنډول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته