نړۍ

لاورو ف: چين او روسيه دواړه د يو قطبي نړۍ دوه مخالفان دي

مسکو دويچه ويله باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :  
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي چې چين ته د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين راتلوونکى سفر به د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره نوى خوځښت ولري.
لاوروف پرون په مسکوکې په يوه خبري کنفرانس کې له چين سره د روسيې د اړيکو د پراختيا د خپلې بهرنۍ پاليسۍ يو مهم لومړيتوب وباله.
لاوروف وويل: روسيه او چين دواړه د يو قطبي نړۍ مخالفان دي .
ويل کيږي چې دغه څرګندونې د امريکا نړيوال نفوذ ته يوه غيرمستقيمه اشاره وه.
لاوروف زياته کړه: مسکو او بيجينګ دوه مخې مخالفان دي او هم په نړيوالو مسئلوکې د پټو فشارونو د واردولو او مشورې ورکولو پرخلاف دي .
په داسې حال کې د اوکراين د بحران په باب د روسيې او لويديځ ترمنځ تاوتريخوالي زور اخيستى دى، کريملين علاقمندي لري چې دلويديځ دبنديزونو دمنفي عواقبو د نرمښت په موخه، له بيجينګ سره اړيکې  پياوړې کړي .
ټاکل شوې ده پوتين د جنون په مياشت کې چين ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته