کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دوه تنه حرفوي شوکماران او غله دننګرهار ولايت د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په عتيق الله او سنګر چې دغلا، شوکماري او دپانګه والو دګواښ تور لګول شوى دى له جلال اباد ښار څخه دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ونيول شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل : دغه کسان ټيک هغه وخت چې په ټيلفوني ګواښ سره غوښتل له يوپانگه وال څخه پيسې واخلي ونيول شول .
نيول شويو کسانو دغلا ، شوکمارى او دګواښ له لارې له پانګه والو څخه دپيسو دترلاسه کولو په لسګونو پيښو اعتراف کړى دى .
دوى به پانګه والو ته ويل که چيرې پيسې ورنه کړي وبه وژل شي او آن ددوى په کورونوبه دبمي بريدونو شاهدان واوسي .
7 1 دقیقه لوستل